انصار: (د وږی۲مه)، د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (UNFPA) په افغانستان کې د میندو د مړینې د لوړې کچې په اړه خبرداری ورکړی او اعلان یې کړی چې د افغانستان روغتیايي سیستم په بېړنۍ توګه ۱۸ زره قابلو ته اړتیا لري.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د دغې بیړنۍ اړتیا په پوره کولو کې پاتې راتلل به د ډیرو خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې په ټوله نړۍ کې د قابلهګانو شمیر۹۰۰ زره ماهرو (روزل شویو) قابلو ته اړتیا لري، چې له دې جملې څخه د افغانستان په روغتیایی سیسټم کې د ۱۸ زره قابلهګانو ګمارل بلل شوی.
د دغه راپور له مخې، د هغو روغتیايي مرکزونو شمېر چې په ۲۰۲۱ کال کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق تر ملاتړ لاندې فعال وو، سږ کال شپږ چنده زیات شوی او دغه سازمان په تېرو درېیو کلونو کې په لرو پرتو سیمو کې له پنځو میلیونو د زیاتو افغانانو په درملنه کې مرسته کړې ده.
د روغتیايي مرکزونو له زیاتوالي سره سره، د افغانستان روغتیايي سیستم د پام وړ نیمګړتیاو سره مخ دی، لکه د ماهرو قابلو نشتوالی، د میندو د مړینې کچه لا هم یوه جدي اندیښنه ده.
ملګري ملتونه په داسې حال کې چې د افغانستان په روغتیايي سیستم کې د ماهرو قابلو پر ګمارلو ټینګار کوي، ملګرو ملتونو ویلي چې د دې شمېر قابلو په ګمارلو سره به په افغانستان کې د میندو د مړینې مخه ونیول شي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33115